ولسمشرۍ ماڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي غني په دې سفر کې د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ هم پرانسته.
غني د پکتيکا ولايت د ملکي او نظامي مسئولينو او مشرانو په حضور کې ددغه ولايت د مقام نوې ودانۍ پرانيسته.
د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ د ۱۳ ميليون افغانيو په ارزښت په دوه پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چېجمهور رئیس به ددغه سفر په لړ کې د ولايت د نوې ودانۍ د پرانيستې ترڅنګ ددغه ولايت له ملکي او نظامي مسؤلینو او د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)