په زابل کې پر هغو وسله والو هوائي بريدونه شوي چې غوښتل یې د ټاکنو بهير ګډوډ کړي.
زابل کې ټاکنو بهیر ګډوډوونکو وسله والو باندی هوایی برید
28 میزان 1397 ساعت 13:43
په زابل کې پر هغو وسله والو هوائي بريدونه شوي چې غوښتل یې د ټاکنو بهير ګډوډ کړي.
د زابل ولایت د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر وسله والو باندې هوائي بريدونه د قاطع ملاتړ ماموريت ځواکونو د زابل په شاجوی، شينګۍ، ميزانې، نوبهار او ښار صفا ولسوالیو کې ترسره کړي چې له امله يې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی لس موټرسايکلونه او دوه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 172804