ویل کیږی، بلخ او ارزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارزګان ولایت کې ۱۸ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
26 میزان 1397 ساعت 22:19
ویل کیږی، بلخ او ارزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دفاع وزارت نن ورځ مه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړی، چې افغان ځواکونو پرون د بلخ په چمتال او د ارزګان په مرکز ترینکوټ او ګیزاب ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینی وایی، چې دبلخ په چمتال کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او ۸ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې د اروزګان مرکز اړوند د سفید خار په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینی وایی، چې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسینو ته څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 172739