روسیه اعلان کړی چی د افغانستان دفاع وزارت غیری قانونی چلند له امله، ددی وروسته د Mi-17 هلیکوپوترونو ترمیم مسئولیت به په غاړه ونه اخلی.
په اسلواکی کې ترمیم له امله؛ روسیه نور افغانستان Mi-17 هلیکوپتری نه ترمیموی
28 سنبله 1397 ساعت 8:56
روسیه اعلان کړی چی د افغانستان دفاع وزارت غیری قانونی چلند له امله، ددی وروسته د Mi-17 هلیکوپوترونو ترمیم مسئولیت به په غاړه ونه اخلی.
د روسیه هلی کوپترونو شرکت مشر اسپوتنیک خبرګزاری ته ویلی چی دا شرکت چی د روستیخ شرکت یو برخه جوړوی، په دی دلیل چی افغانستان دفاع وزارت په غیری قانونی توګه Mi-17V-5 هلی کوپترونه په اسلواکی کې ترمیموی، ددی وروسته د هلیکوپترونو ترمیم مسئولیت په غاړه نه لری.
هغه وویل: د لاسته راغلو اطلااتو په اساس، په اسلواکی کې می ۱۷ هلی کوپتر ترمیمیدنه، د روسیه له لوری غیری قانونی بلل کیږی او ددی وروسته، می ۱۷ هلی کوپترونو هر ډول ترمیم مسئولیت به په غاړه ونه اخلی.
یادولو وړ دی چی افغانستان هوایی ځواکونه د ۱۹۸۰ میلادی کال څخه راپه دیخوا، د می ۱۷ هلیکوپترونو څخه استفاده کوی چی روسیه ساخت دی، خو امریکا هڅه کوی چی خپل ساخت هلیکوپترونه د می ۱۷ هلیکوپترونو ځای ناستی کړی.
د مطلب کود: 171043