د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د موجودیت د اعلان په اړه عکس العمل وښود.
نوی سیاسی ائتلاف موجودیت اعلان په وړاندی ارګ غبرګون
4 اسد 1397 ساعت 18:00
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د موجودیت د اعلان په اړه عکس العمل وښود.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې حکومت د سیاسي ګوندونو، ائتلافونو، او مدني ټولنې له ټولو هغو برنامو او وړاندېزونو هرکلی کوي چې د هېواد د نافذو قوانینو او د خلکو له غوښتو سره مطابقت لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د ملي او بین المللي مضوعاتو په اړه له سیاسي ګوندونو، سیاسي او جهادي مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني به د ملي مسایلو په اړه له سیاسي ګوندونو او مشرانو سره سلا مشورو ته ادامه ورکوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، په اوسني وضعیت کې د سولې بهیر او ټاکنې د هېواد له مهمو ملي مسایلو څخه ګڼل کېږي او حکومت په دې باور دي د سیاسي ګوندونو ګټورې طرحې له دغو موضوعاتو سره مرستې کولی شي او د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار کوي.
ارګ ماڼی وایي د سیاسي پراختیا لپاره افغانستان زغم او حوصله، پراخ نظر او مثبت رقابت ته اړتیا لري او د افغانستان ولس به د ټاکنې په تړاو د ټولو خواوو په اړه قضاوت وکړي.
د مطلب کود: 167806