کابل ته د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم له ورتګ سره سم چاودنه شوي.
کابل ته د جنرال دوستم رسیدو سره سم چاودنه شوي
31 سرطان 1397 ساعت 19:54
کابل ته د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم له ورتګ سره سم چاودنه شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي په پلازمېنه کابل کې د نننی ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته څېرمه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
خو یوه بل امنیتی سرچینه وایي د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات کسان ټپیا دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 167574