دغزنی په انډرو ولسوالی کې طالبانو باندی درنه هوایی بریدونه ترسره شوی چی سخت مرګژوبله ورته اړولي ده.
غزنی کې هوایی بریدونه طالبانو ته سخت مرګژوبله اړولي
7 سرطان 1397 ساعت 10:15
دغزنی په انډرو ولسوالی کې طالبانو باندی درنه هوایی بریدونه ترسره شوی چی سخت مرګژوبله ورته اړولي ده.
په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د افغان هوايي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان هوایي ځواکونو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د کجیر، جمال قلعه او مرادي په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د تندر قول اردو وایي د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرال شعورګل تر قوماندې لاندې د بدر په نوم ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د میدان وردګو، بامیانو او غزني ولایتونو ترمنځ لویه غځیدلې لار، چې دوسله والو مخالفینو له لورې د لارې پل او پلچک ویچاړ شوي وو ورغول شول او پرون د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 166093