دا برید تیره شپه شوی چې په پایله کې یې نهه تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپيان دي.
د پاکستان لاهور ښار کې د پولیسو چارواکي وایي دغه برید تیره شپه د لاهور رایویند سیمه کې د پولیسو په یوې پوستې وشوې.
همدارنګه د پولیسو چارواکي وایي دغه پوسته د یوې مذهبې غونډې ته څېرمه پرته ده.
د رپوټونو پر بنسټ په ټپیانو کې څوارلس تنه پولیس دي چې د یو شمیر یې وضعیت هم خراب دی.
پاکستاني طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.