د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د نړیوال سازمان پر یوه بنسټ ډلییز ځانمرګی برید شوی دی. .
د ننګرهار د والي ویاند، عطااالله خوږیاڼي د دې خبر پخلی کړی، ویلي یې دي چې دې پيښې له امله تر اوسه یوولس کسان ټپيان شوي دي.
دا پيښه هغه ځای کې شوې چېرته چې د ملګرو ملتونو یو بنسټ (ماشومانو د ساتنې موسسه)، د ښځو چارو ریاست او یو خصوصي پوهنتون هم موقعیت لري.
د ننګرهار د والي ویاند وویل لومړی یو تن ځانمرګي بریدګر د ماشومانو د ساتنې د بنسټ دروازې مخې ته ځان چوولی او دوه نور ودانۍ ته ور دننه شوي او نښته روانه ده.
د ښاغلي خوږياڼي په وینا د دې پيښې له امله یوولس کسان روغتون ته انتقال شوي، خو نهه کسان یې له درملنې وروسته رخصت شوي او د دوو نورو وضعیت یې خراب دی.
عینی شاهدانو ویلي د ښځو چارو ریاست ته نږدې د ماشوم ساتنې دفتر مخې ته یو ځانمرګی چاودلی چې ځینو موټرو هم اور اخیستی او دوه نور ځانمرګي په دفتر ننوتي.
په دغه ځای کې ویل کېږي چې د سویډن هیواد اړوند یو دفتر اود ښځو د امن کور او د افغان بیسیم دفتر هم شتون لري