سیمه ییزو چارواکو د فاریاب ولایت پر کوهستان ولسوالۍ او درې نورو اړوند کلیو د طالبانو له برید خبر ورکړی دی.
د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوال عبدالرحمن پناه ویلي، چې طالبانو د د دغې ولسوالۍ د غرب او جنوب له لوري پر ولسوالۍ برید کړی او ولسوالۍ ته پر نږدې درې نورو اړوند کلیو نښته روانه ده.
د ښاغلي پناه د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه په دې نښته د جومات یو ملا او د کماندو ځواکونو یو سرتېری وژل شوي؛ دوه ماشومان، دوه میرمنې او د سیمه ییز پاڅون ۴ ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو امنیتي چارواکو په شمال او شمال خییځ زون کې د ۲۶ مخالفو وسلوالو له وژلو خبر ورکړی او وایي، د فاریاب ولایت د ناامنو کلیو د پاکولو پوځي عملیات روان دي.
د فاریاب پولیسو ویاند عبدالکریم یورش په فاریاب ولایت کې پر څو پوستو د طالبانو د شپنیو بریدونو له پرشا تمبولو خبر ورکړی او زیاتوي؛ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د فاریاب ولایت په نورو سیمو کې هم د طالبانو ځالې له منځه یوسي.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي دا هم وایي، چې ډېر نور ځواکونه د کوهستان ولسوالۍ ته لیږل شوي او طالبان لسګونه کیلو متره پر شاه تمبول شوي دي.
د یادونې وړده، چې د فاریاب ولایت اړوند لیرې پرتې سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنه دي او د اړوند سیمو خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.