د یو خطرناک بانډ ګڼ شمېر غړي چې په پلازمېنه کابل ښار کې په سازمان یافته جرایمو کې لاس درلود، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دغه بانډ غړیو تیره شپه ناوخته په شمال بلخ ولایت کې د یو عملیات په ترڅ کې نیول شوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات د جنرال محمد سالم الماس په مشری ترسره شوی دی.
په همدې حال کې، جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي دغه عملیات وروست له ترسره شوي چې د یاد بانډ غړیو څو ورځې مخکې په کابل ښار کې یوه صراف وژلي وه.
د چارواکو په وینا، دغه صراف چې نجیب نومیده څو ورځې مخکې د کابل ښار اړوند په پلنځه لسمې امنیتي حوزه کې وژل شوی وه.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تیره اونی وویل، چې په پلازمېنه کابل ښار کې د مجرمینو یوه مهم ډله د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی.
چارواکي وایي، د مجرمینو دغه څلور کسیزه ډله د کابل ښار له یولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوی.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د یولسمې امنیتي حوزې اړوند په بېلا بېلو سیمو کې په قطاع الطریقي، چپاورلګری، غضب، او نورو جنایي فعالیتونو کې ښکیل وه.