د پاکستان په بلوچستان الایت کې د امنیتي ځواکونو پر کارون ځانمرګي تر شل زیات کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځایي حکومتي چارواکي وایي، پیښه تیره ورځ له غرمې وروسته ناوخته د بلوچستان په چمن سیمه کې او د ډیورڼد کرښې ته نژدې رامنځته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر په سیمه د امنیتي ځواکونو یوه موټر ته څېرمه خپل چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه.
د چارواکو په وینا، په دغه برید کې یو تن وژل شوی او کابو دوه ویشت نور ټپیان دي.
تر اوسه د برید مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سیمه ییز چارواکي وایي، تر ځانمرګي برید وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه شوې او د پیښې په اړه پلټنې روانې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم په تورخم کې د پر له پسې چاودنې له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه د پاکستانې امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې وه.