ننګرهارچارواکي ویلی، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتی او بهرنیو ځواکونو په برید کې ۳۹ تنو وسله والو وژل شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتو لغمان اوننګرهار ولایتونو کي ۳۹ تنو وسله والو وژل شوی دي
19 حمل 1396 ساعت 22:20
ننګرهارچارواکي ویلی، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د افغان امنیتی او بهرنیو ځواکونو په برید کې ۳۹ تنو وسله والو وژل شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخې، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین، ویلی، په تیرو ۲۴ ساعتو کي د ننګرهار او لغمان ۳۹ تنو وسله والو داعش اوطالبانو وژل شوی دی.
ښاغلی مشرقیوال زیاتیوی، چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د هوایي برید ترسره شوی دی.
په دی حالی، په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو د الماس دوه برید په ترڅ کې چې د مرکز اړوند د عمرزیو سیمې د یو شمېر کلیو د تصفیې، تلاشۍ او دغه راز په یاده سیمه کې د ځینو امنیتي پوستو د ځای پر ځای کېدو په موخه د شنبه په ورځ پیل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه ویلی، په دی عملياتو کې تر دې دمه د طالبانو د مشهور ځایي سرګروپ مارشال د ډلې ۷ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي.
خو وسله والو په دی اړه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 140558