مولوی هیبت الله اخوند زاده د طالبانو د نوی رهبری دپاره ټاکل سوی دی
د طالبانو ډلی د یو خبرنامه په نشر کی د خپلی نوی رهبر تعیین کولو خبر ورکوی.
مولوی هیبت الله اخوند زاده د ملا اختر منصور د طالبانو پخوانی رهبر مرستیال وو چی د طالبانو د شورا د رهبری د پاره ټاکل سوی دی.
همداسی سراج الدین حقانی او ملا محمد یعقوب هم کیدای سی چی د ملا هیبت الله د مرستیالانو دپاره وټاکل سی.
په داسی حال سیاسی پوهان، د ملا هیبت الله د ټاکلو دلیل یی چی یو دینی عالم دی او د طالبانو رهبرد دی دپاره انتخاب سوی دی چی د طالبانو د تیتوالی مخنیوی سی او دخپلی په مابین کی ستونزی جوړ ونکری.
په دغه خبرنامه کی راغلی دی چی طالبان د ملا اختر منصور وژلو د امریکا هوایی حملی په توسط کی تایید کړی دی.
شنبه د جوزا لومړی ورځ و امریکا د دفاع وزارت د ملا اختر منصور د طالبانو رهبر د یو بی سرنشین الوتکی چی د پآکستان اوافغانستان باډرونه پآ مابین کی بم باری کړی وو د هغه و وژلو خبر ورکړی دی.