د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري ویلي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې اوښتې ده. قادري وايي په جګړه کې یوازې یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی دی. بلخوا د سیمې اوسیدونکو ویلي چې د دواړو لورو د جګړې له امله دوی ته هم مالي زیانونه اوښتي دي. سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل