د استانبول بهیر یا د اسیا زړه په پنځمه غونډه کې د اسیایې هېوادونو او هم د نورو سازمانونو او هېوادونو استازي د سیمي د امنیتي ګواښونو په وړاندې پر ګډې مبارزې او د سیمي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کوي چې افغانستان د اجنډا له مهمو موضوع ګانو څخه ده.
د اسیا زړه کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو مقدماتي غونډه پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د سیاسي مرستیال حکمت کرزي او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له خوا پرانېستل شوه.
په نننۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج هم اسلام اباد ته رسیدلې ده.
په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري.
د دې غونډې د اجنډا شپږ مهمې موضوع ګانې، له ترورېزم سره مبارزه، د نشه یې توکو په وړاندې مبارزه، سوداګري، پانګونه، سیمه ییز بنسټونه او زده کړه ده.
دغه پروسه په ۲۰۱۱ کال د لومړي ځل لپاره د ترکیې له اسټانبول ښاره پیل شوه چې ورته د اسټانبول پروسه هم وایي.