د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی انجنیر محمد عاصم، د ښاغلي عبدالبصیر سالنګي پرځای د پروان ولایت د نوي والي په توګه پر دندې ګومارل شوی دی. ښاغلي محمد عاصم، لوړې زده کړې او د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې کافي تجربه لري.
د سیمه اورګانونو خپلواکه اداره د پروان د والي په توګه د ښاغلي عبدالبصیر سالنګي د خدمتونو قدرداني کوي او د افغانستان د خدمت لپاره ورته د توفیق هیله لري.
دا اداره همدارنګه، د پروان ولایت نوي والي ته په دنده کې د بریالیتوب توفیق غواړي او د پروان ولایت پر سیمه ییزې ادارې او خلکو غږ کوي، چې له نوي والي سره همکاري وکړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې د پروان ولایت نوی والي به په خپل ولایت کې د متوازن اقتصادي انکشاف، غوره حکومتولۍ او سراسري امنیت د تامین لپاره موثرې برنامې رامنځته کړي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)